IQNA

  د ؛امام خامنه ای قرآنی لیدتوګې؛په نامې سره د اوم نړیوال کانګرس جزیات اعلان شول

6:26 - November 13, 2024
د خبر لمبر: 3490151
ایکنا – د  حضرت شاهچراغ  د مقدس حرم تولیّت  ددغه مقدس حرم په کوربتوب سره  دلړم په ۲۳ نیټه د؛ آیت الله العظمی  امام خامنه ای(مدظله العالی) قرآني لیدتوګې ؛نومې  اوم نړیوال کانګرس د ترسره کیدا خبر ورکړ  او ددغه نړیوال کانګرس جزیات ئې تشریح کړل.

ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړی،د شاهچراغ  حرم تولیت او منجور  حجةالاسلام ابراهیم کلانتري  د لړم په ۲۱ نیټه د نوموړي کانګرس  په مناسبت په خبری کنفرانس کې  چې  په دغه مقدس حرم کې ترسره شو، ووئيل؛ددغه نړیوال کانګرس  دترسره کیدا لپاره  لومړنی خبرې اترې  کابو څلور کاله مخکې  په قم کې د جامعةالمصطفی(ص) په مدیریّت او د پوهنتون او حوزې په مشارکت سره ترسره شوې.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د لړم په ۲۳ نیټه چارشنبې ورځې به د  حضرت آيت الله خامنه اي (مدظله العالي ) د قرآني لیدتوګو اوم نړیوال کانګرس  له  سهار اتو بجو تر مازدیګر پنځو بجو پورې د شاهچراغ په حرم کې ترسره شي ووئيل؛ دغه کانګرس درې اړخونه لري، چې درې  واړو ته باید توجه وشي. په سالامی نړۍ  او د بشریّت په نړۍ کې  قرآن کریم ته اهمیّت  ددغه کانګرس لومړنی ځانګړنه او موخه ده.
کلانتري  ددې خبرې په کولو سره چې ددغه کانګرس دوهمه برخه  د رهبرۍ د ستر مقام  د قرآني لیدتوګو اهمیّت دی، روښانه کړه،. آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د دنیا یو غوره رهبر دی چې نړیوال ئې له لیدتوګو سره ورځ تر بلې لازیات بلدیږي. پردې اساس ټولنې ته ددغه شخصیّت معرفي کول باید پاه ایجنډا کې وي، ځکه چې د هغه دعمر یوه برخه د قرآن کریم په حوزې او ددغه آسماني کتاب په تفسیر کې تیر شوی دی. دوي له ۱۳۴۳لمریز کال څځه تر ۱۳۵۶ لمریز کال پورې  په دوامدار ډول د قرآن کریم د تفسیر  ناستې ترسره کولې.
کلانتری ددغه کانګرس دریم اړخ  د رهبرۍ د ستر مقام بې نظیره رهبری وبلله او وې وئيل؛ دایران اسلامی انقلاب د نړۍ ترټولو لوي ولسی انقلاب حسابیږي چې رهبري ئې د آیت الله خامنه اي په غاړه ده.داسې رهبري چې د قرآن کریم د لیدتوګو او معارف په اساس اداره کیږي او د قران کریم کم موندونکی او لیدونکی  معارف په نړۍ کې داسلامی انقلاب د حرکت په اساس درهبرۍ د ستر قمام د لیدتوګو او تدبّر په اساس دی.
هغه ددې خبرې  په کولو سره چې  ددغه نړیوال کانګرس  زیاتره برخه د نړۍ ،اسلامی نړۍ ، غزې تړانګې ،لبنان ،فلسطین  د ورځې مسئلو  او دغه راز له استکبار سره مبارزې ته  بیله ده ، ووئيل؛  د شاهچراغ مطره حرم  د  اوم نړیوال کانګرس  کوربه دی او دقم جامعةالمصطفی(ص) العالمیه ، د رهبرۍ دستر مقام د نشر او  او حفظ دفتر ، د شیراز  پوهنتونونه ،فکری او کلتوری مرکزونه او ښاروالي  ددغه نړیوال کانګرس په ترسره کیدا کې نور ملګرتیاکونکي دي.
د جامعةالمصطفی نړیوال پوهنتون دعلمی پلاوي غړي او د امام خامنه ای  قرآنی لیدتوګو د نړیوال کانګرس علمي مرستیال حجة الاسلام  سید عیسی مسترحمي  هم په دې ناستې کې دې ته په اشارې سره چې  ددغه نړیوال کانګرس  لپاره څه دپاسه ۱۸۰ مختلفو مرکزونو ملګرتیا کړې ، ووئيل؛ پر شلو  چورلیزونو  باندې ډيرې څارونکي کاري ډلې په نظر کې نیول شوي دي او  د رهبرۍ د ستر مقام پر لیدتوګو  د څارنې ۷۳ علمي ورکشاپونه  هم ترسره شوي دي؛ په همدې لړ کې  په دغې حوزې کې  دوه سوه مخکې غونډې ترسره شوي دي.  هغه ووئيل، دوه زره نهه سوه اوه اویا مقابلې او دوه زره یو سل  شپږ پنځوس  اصلي مقالې د مونږ لاس ته رسیدلي دي .  په ۲۲ ژبو  او ۳۰ملیته مقالې مو درلودلي او البته  د مقالو په ارزونې کې ډيره سختي شوې ده.
هغه ووئيل،  له دوه زره یو سل شپږپنځوسو مقالو څخه ۸۴۵ مقالې منل شوي دي چې  نیمې ئې په مکتوب بڼه چاپ شوي دي او نیمې نوره به هم د نرم آوزار په بڼه د عامو په اختیار کې ورکړل شي.
https://fars.iqna.ir/fa/news/4247603
  

captcha